زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/09/28 - 05:00:2
زيارة: 212
مشاركة مع الـأصدقاء

افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له محدودیتونو ځورېږي
 افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له محدودیتونو ځورېږي

انصار: (د تله ۷مه)، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ داسې مهال را رسېږي، چې اوسمهال په افغانستان کې رسنۍ تر سخت فشار لاندې دي او رسنوال یې له محدودیتونو سره مخ دي.

یو شمېر خبریالان او د رسنیو مسوولین شکایت لري چې لا هم اطلاعاتو ته په اسانه لاسرسی نه لري او له دې امله له ستونزو سره مخ دي.

افغانستان کې د یوې رسنۍ خبریال د نوم نه خپراوي په شرط تاند وېب سایټ ته وویل، چې اوسمهال اطلاعاتو ته لاسرسی محدود لا څه چې په شرایطو ده.

سرچینه وایي، طالبان هغه معلومات رسنیو ته ورکوي، چې د دوی په ګټه وي او په خبره یې په هغو معلوماتو خبریالان ګواښي چې د دوی د پالیسۍ خلاف یا د ولس ریښتینی غږ په کې موجود وي.

یو شمېر نورو خبریالانو بیا رسنیو ته ویل، چې هغه اطلاعات چې د خبریالانو اړتیا وي هغه ورته نه ورکول کېږي او همدا لامل دی چې دوی پر وخت د خپلو رسنیو کارونه نه شي بشپړولی.

د رسنیو ځینې مسوولین هم وايي، خبریالان او کارکوونکي یې د راپورونو او خپرونو د جوړولو پر مهال د اړتیا پر صورت کې اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.

دوی وایي دا چاره د دې لامل شوې، چې د رسنیو ډېری کارکوونکي دندې پرېږدي.

دا ورځ داسې مهال رارسېږي چې تازه طالبانو د سپټمبر په ۲۲مه په افغانستان کې د رسنیو د مسوولینو په وینا په سیاسي خپرونو او ګردي مېزونو کې په ژوندۍ بڼه په بحثونو بندیز لګول شوی دی. د خبریالانو د ملاتو سازمان هم دا خبره تایید کړې ده.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي وایي د طالبانو له واکمنېدو وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته شوي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند نظر هم ولرو خو له هڅو سره سره بریالي نه شو. خو څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیات الله مهاجر ویلي وو، په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې شته چې هیڅوک ترې انکار نه شي کولى.

د سپټمبر ۲۸مه معلوماتو ته د لاسرسي نړیوال ورځ ده.

د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر ۲۸مه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو له خوا معلوماتو ته د مساوي او نړیوال لاسرسي په موخه د بشري حقونو او انساني کرامت د ودې، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د ځواکمنو ټولنو د رامنځته کولو په موخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په نوم اعلان شوه او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ٢٠١٩م کال کې تصویب کړه چې په ډېری هېوادونو کې نمانځل کېږي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33652






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی